د نیمروز ولایت په هوايي ډګر کې د سرحدي ځواکونو لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست له لوري د نیمروز ولایت په هوايي ډګر کې د سرحدي د منسوبینو لپاره د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت یوه نوې اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د نیمروز ولایت امنیه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص او د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست نظامي مرستیال محمد اجمل ویاړ، ګډون کړی و.
یادو مسئولانو د امنیتي منسوبینو لپاره د مناسبو کاري اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ورته پروژو پلي کېدل د سرحدي ځواکونو د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا په برخه کې مهم رول لري.