په غور ولایت کې ۵۲ په نشهیي توکو روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
په غور ولایت کې د روږدو د درملنې په ۳۰۰ بستریز حمایوي پنډغالي کې ۵۲ په نشهیي توکو روږدي کسان، چې د درې میاشتنۍ درملنې دوره یې بشپړه شوې وه، له رغېدو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د مراسمو پر مهال مسئولینو د نشهیي توکو د زیانونو په اړه خبرې وکړې او له روغ شوو کسانو یې وغوښتل چې بیا د نشهیي توکو کارولو ته مخه نه کړي. همدارنګه دغو کسانو د درملنې ترڅنګ د رواني درملنې، سواد زده کړې او دیني زده کړو په برخه کې زده کړې او لارښوونې ترلاسه کړي دي.