ننګرهار کې د نشهیي توکو او نشهیي ګولیو د قاچاق په تړاو دوه کسان ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اړوند د ننګرهار ولایت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې دوه کسان نیولي دي.
د معلوماتو له مخې، یو تن د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ۲۳ کیلوګرامه چرسو او بل تن د غنيخېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ۲۷ زره عدده زیکپ نشهیي ګولیو سره د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.