خبرونه
خوست کې د دوه ماین چاودنو مخه ونیول شوه.
ملي پولیسو د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
تېره ورځ ترهګرو طالبانو د موسی خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره دوه کړۍ ماینونه ځای. . .
سمنګان کې درې تنه د وژنې د قضیې په تړاو ونیول شول.
د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو درې تنه د وژنې د دوه قضیو په تړاو د مرکز له اړوند سیمو نیولي دي.
په نیول شویو کسانو کې دوه تنه د یوه سړي او یو بل. . .
جوزجان کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د جوزجان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له ترهګرو طالبانو سره د پنځو بېلو نښتو په ترڅ کې دوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
نښتې د جوزجان ولایت په قرقین،. . .
غور کې یو کس د ترهګریزو کړنو په تړاو ونیول شو.
تېره ورځ د غور ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کس چې د پولیسو پر کاروان په برید تورن و، له پېژندنې وروسته نیولی.
نیول شوي کس شپږ کاله دمخه د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی و، چې د. . .
کندز کې ۵۸ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پولیسو له شپږو ماین چاودنو مخنیوی کړی.
د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو پنځه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل.
ترهګرو طالبانو د لښکرګاه ښار پر عمومي سړکونو او عامه ځایونو کې پنځه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو. . .
پروان او ننګرهار کې د پنځو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی.
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په سیدخېلو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پنځه کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې بېلابېل ډوله ګولۍ، چې ۷۱۰۰ ډزه. . .
له دې وروسته په اونۍ کې یو ځل د کورنیو چارو وزارت رهبري په مستقیم ډول د پولیسو له منسوبینو سره لیدنه او ستونزو ته یې رسیدګي کوي.
نن له غرمې وروسته د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي د ملي پولیسو له منسوبینو سره د یاد وزارت په انګړ کې ولیدل او ویې ویل، چې له دې وروسته به د ملي پولیسو منسوبینو ستونزو ته. . .
د مینې منګل د قتل په تور یو تن ونیول شو.
نن له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د مینې منګل د قتل په تور یو تن نیولی.
یاد کس دوست محمد نومېږي، چې د مینې منګل د شهادت په قضیه کې دخیل او د طرف. . .
