هلمند کې ۱۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۰ - ۱۱:۵۰
g

تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ او د هلمند پر لویې لارې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې لس ترهګرو طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
امنیتي او دفاعي ځواکونو د نهرسراج ولسوالۍ په پوپلزي او الکوزي ښاخ سیمو کې د عملیاتو پر مهال درې ترهګر طالبان وژلي او پنځه نور یې ټپيان کړي او همداراز همدې ځواکونو د هلمند پر لویې لارې د عملیاتو په ترڅ کې اوه ترهګر طالبان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
د یادونې ده چې د هلمند پر لویې لارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو د یو شمېر پټنځایونو د له منځه وړلو سربېره د ترهګرو د ماین جوړونې دوه ډیپوګاڼې چې ۲۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم پکې موجود وو؛ له منځه وړل شوي دي.
پاتې دې نه وي چې پدې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو ۱۷ عرادې موټرسایکلونو او ۵۸ کړۍ بېلابېل ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.