خوست کې ۲۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

تېره ورځ د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د ګربزو ولسوالۍ په غلام خان سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ضبط کړي دي.
یاد نشه يي توکي په غلام خان سیمه کې په یوه کور کې دننه ځای پر ځای شوي وو، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو لخوا کشف او ضبط شول.
د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.