هلمند کې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې یوه ډیپو کشف او له منځه یوړل شوه.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د ۶۰۱ کنډک لویې لارې په وزیر مانده سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې یوه ډیپو کشف او له منځه وړې ده.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو ۱۸ کړۍ بېلابېل ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.