خبرونه
کونړ کې پنځه داعش جنګیالي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش جنګیالیو پنځه کسیزه ډله له خپلو وسلو سره یو ځای د کونړ امنیه قومندانۍ ته تسلیم شوه.
یادو کسانو په خپلو تېرو کړنو پښېماني وښوده او ژمنه یې وکړه چې. . .
هرات کې د الکولي څښاکو یوه کارخونه کشف شوه
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د هرات ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې پر یوه کور د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د الکولي څښاکو یوه کارخونه کشف او ضبط کړې ده.
له دې کارخونې څخه. . .
هرات کې د انسان تښتوونکو یوه ډله ونیول شوه
د هرات ولایت پولیسو د انسان تښتوونکو یوه حرفوي ډله چې په هرات کې یې د اختطاف قضیو په سازماندهي کې فعاله ونډه درلوده، نیولې ده.
دې درې کسیزې ډلې په هرات ولایت کې د تښتونې په بېلابېلو. . .
خوست کې د حقاني ډلې اوو غړیو ته د خپل لاس جوړ شوي ماین د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې
پرون د حقاني شبکې اوه غړیو غوښتل د خپل لاس جوړ شوی ماین د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په لېوانخېلو کلي کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او له امله یې درې. . .
کابل کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د پنځمې، دولسمې، پنځلسمې او اولسمې ناحیو. . .
کابل کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په چهار آسیاب ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
غور کې درې ماین خښوونکي ووژل شول
د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې درې ترهګرو طالبانو غوښتل یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي، چې ووژل شول.
یادو کسانو نن سهار غوښتل د غور - هرات پر لویه لار د شهرک ولسوالۍ په "دهن مرغه" سیمه کې. . .
ننګرهار کې څه باندې ۵۰ کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ترلاسه شول
تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۵۱ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.
په یادو. . .
غور کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی
د غور ولایت پولیسو د مرغاب ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د درېیو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې د پولیسو لخوا پر وخت. . .
