کابل کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۵ - ۱۴:۲۱
k

د تېرو دوه ورځو په لړ کې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو برخو او ولسوالیو کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د شپږمې، اومې، نهمې، دولسمې، دیارلسمې، اولسمې، یو‌ویشتمې او د میربچه‌کوټ او ده‌سبر ولسوالیو په اړوند سیمو کې د لېږدوونکو وسایطو او هټو د مالونو د غلا، د عامه امن او نظم د اخلال، د غیرقانوني وسلو لېږدونې، شکونې او لوټونې په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څلور میله وسلې او یو عراده غلا شوې واسطه هم د پولیسو لاسته  ورغلي دي.