پینځو ولایتونو کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۴ - ۱۴:۶
6

تېره ورځ په غور، تخار، بلخ، کاپیسا او بغلان ولایتونو کې پینځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
له دې منځه په غور، کاپیسا او بغلان ولایتونو کې درې تنه د قتل په تور؛ تخار کې یو کس له یو میل وسلې سره یوځای د عامه امن او نظم د خنډ او غیرقانوني وسلې ګرځونې په تړاو او همداراز دوه تنه نور د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې له یو میل وسلې سره یوځای د ۵۰ زره افغانیو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
پولیسو د نیول شویو کسانو قضیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارلي دي.