هرات کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت پولیسو د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو لکه: وژنې، وسلهوالې غلاوې، د غیرقانوني وسلو لېږد او ګرځونې، د وسایطو غلا او د څارویو غلا په تړاو نیولي دي.
له دې کسانو څخه درې میله تفنګچې، یو عراده موټر، څلور عرادې موټرسایکلونه، اته سیټه موبایلونه، یو رأس څاروی او درې قبضې چاقوګان هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو پهپار اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.