تخار کې د ترهګرو طالبانو یوه مهم غړی عبدالله "ګجر" ووژل شو

د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی قاري عبدالله "ګجر" له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.
تېره شپه یاد ترورېست کله چې غوښتل له فرخار ولسوالۍ څخه نمکاب ولسوالۍ ته د ترورېستي بریدونو د سازماندهي په موخه ولاړ شي، له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په پایله کې وژل شوی دی.
هېره دې نه وي، چې پهدې پېښه کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نهدی اوښتی.