خبرونه
بغلان کې ۱۱۸ کړۍ ماینونه کشف او ترلاسه شول
د تېرو څلورو میاشتو په لړ کې د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو ۱۱۸ کړۍ بېلابېل ډوله ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او ترلاسه کړي دي.
همداراز په دې موده. . .
هرات کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د غوریان ولسوالۍ په "غنجان" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له. . .
د کابل نوی امنیه قومندان د یادې قومندانۍ منسوبینو ته ور وپېژندل شو
د کابل ولایت نوی امنیه قومندان مل پاسوال امان الله واحدي نن د ستر امنیتي معین له لوري د یادې قومندانۍ منسوبینو ته ور معرفي او په دنده یې پيل وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین. . .
زابل کې ۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي
پرون شپه د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ ملي پولیس د مرکز کلات ښار په "هزارتګ" سیمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د دې نښتې په ترڅ کې ۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نور مرګوني ټپيان دي.
د. . .
د پولیسو په ښوونیزو مرکزونو کې محافظتي کڅوړې او روغتیايي توکي ووېشل شول
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په قطعو او جزوتامونو کې د روغتیايي او درملنې توکو د وېش په لړ کې دا ځل د پولیسو په ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې د نږدې یو میلیون افغانیو په ارزښت. . .
پکتیا او هلمند کې دوه تنه د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شول
د پکتیا او هلمند ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو دوه تنه د موټر او موټرسایکل د غلا په تړاو نیولي دي.
پولیسو د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هغه. . .
فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون ۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي
تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په "صوفي قلعه، نودري او بندر شاخ" کلیو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د دې نښې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې د. . .
هرات او بادغیس کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق او له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په هرات او بادغیس ولایتونو کې د دوه بېلو هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق او له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له دې. . .
پولیسو یو تالقان مېشتی د وژنې قضیې په تړاو نیولی
د تخار ولایت پولیسو تېره ورځ د تالقان ښار یو اوسېدونکی د قتل قضیې په تور نیولی دی.
دا کس د تالقان ښار د یوه اوسېدونکي د وژنې په تړاو د لومړۍ امنیتي حوزې له اړوند سیمو نیول شوی دی.
تورن. . .
