زابل کې درې تنه د ۱۰ ټُنه نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز کلات ښار په اړوند باکورزو دروازه کې درې تنه د ۱۰ ټُنه نشهيي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو ۱۰ زره کیلوګرامه بنګدانې په یو عراده ټېلر ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د زابل ولایت له شاهجوی ولسوالۍ څخه یې کندهار ښار ته ولېږدوي.
نیول شوي کسان اوسمهال د پولیسو تر لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې دي.