ننګرهار کې یو کس د سلګونه قرصه نشه‌کوونکو تابلېتونو د قاچاق په تړاو ونیول شو

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۱۵:۳۳
1

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځانګړې قطعې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ هدف‌مند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس د سلګونه قرصه نشه‌ کوونکو "کا" تابلېتونو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
له نیول شوي کس څخه ۳۹۸۰ قرصه تابلېت "کا" او یو عراده موټر هم ترلاسه شوي دي.
د یاد کس نسبتي دوسیه د لا زیاتو څېړنو په‌پار اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.