کابل کې د ګډو ځواکونو قومنداني افتتاح او نن دې ځواکونو رسما په کار پیل وکړ

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۱۵:۳۶
1

نن د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د ګډو ځواکونو عمومي قومنداني د امنیت د ټینګښت، د قانون د تنفیذ او له جرمونو سره د مبارزې په پار رسما ًپرانیسته او یادو ځواکونو خپلې چارې پیل کړې.
د ګډو ځواکونو د عمومي قومندانۍ رهبري د کابل ولایت د امنیه قومندان مل‌پاسوال امان الله واحدي پر غاړه ده، چې له کورنیو چارو - ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست څخه درې مرستیالان لري او د کابل ښار د ښې امنیت ساتنې لپاره په ګډه کار کوي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د امنیت ساتنې او له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د یادې قومندانۍ شتون د اړتیا او پاملرنې وړ یاد کړ او ویې ویل، چې د ګډو ځواکونو عمومي قومندانۍ کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو ځواکونه شامل دي او د قانون د تنفیذ او همدارنګه د جنايي او ترورېستي عملیاتونو د پلانولو په برخه کې به په ګډه همغږې دنده ترسره کړي.