د کندوز ولایت د امنیه قومندان د مړینې په تړاو د کورنیو چارو وزارت د تسلیت او ډاډګیرنې پیغام

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۱۵:۲۷
1

په ژورې خواشینۍ سره د کندوز ولایت امنیه قومندان مل‌پاسوال عبدالرشید بشیر تېره شپه د کورونا ناروغۍ له امله ومړ.
انا لله و انا الیه راجعون!
مل‌پاسوال عبدالرشید بشیر د کندوز مېشتو د امنیت ساتنې برسېره، په دې وروستیو کې د خلکو د روغتیا ساتنې لپاره له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ګړندۍ هڅې ترسره کړې، چې له بده مرغه خپله هم په یادې ناروغۍ اخته شو او له څه مودې درملنې وروسته تېره شپه په حق ورسېد.
د کورنیو چارو وزارت رهبري د مل‌پاسوال عبدالرشید بشیر پر مړینې ژور خپګان څرګندوي او د مرحوم کورنۍ ته د غمرازۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
مل‌پاسوال عبدالرشید بشیر تر دې دمخه د کورنیو چارو وزارت د بېلابېلو برخو سربېره په غور، فاریاب، بغلان، تخار او په وروستیو کې د کندوز ولایت د امنیه قومندان په توګه په پوره ژمنتیا او هېوادپالنې دندې ترسره کړې دي.