خبرونه
کابل کې اوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په. . .
هلمند کې ترهګرو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي
د هلمند ولایت د ناوې او نهرسراج ولسوالیو او همدارنګه د مرکز په اړوند بشران سیمه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې ترهګرو طالبانو ته درنه. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د جاپان هېواد له سفیر سره وکتل
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات پرون ماسپښین په افغانستان کې د جاپان هېواد له سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا سره وکتل.
د دې کتنې په ترڅ کې ښاغلي حیات له کورنیو چارو وزارت سره د جاپان. . .
لوګر کې پینځه ترهګر طالبان د ماین د ځای پر ځای کولو پر مهال مړه او ټپیان شوي
نن سهار د لوګر ولایت په اړوند سیمو کې د یوه ماین د چاودنې له کبله څلور ترهګر طالبان وژل شوي او یو یې ټپي شوی دی.
یاد کسان د ترهګرو طالبانو د ډلمشر قاري منصور د ډلې غړي دي او غوښتل یې د. . .
لوګر او بغلان کې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
بلخوا؛ یادو ځواکونو د بغلان ولایت د. . .
فراه کې د ترهګرو طالبانو د استخباراتو د مسوول د هللاکېدو سربېره؛ د هېوادو په دوو ولایتونو کې پینځه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او همدارنګه د وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غنيخېلو او همداراز د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له څو میله. . .
نیمروز کې ۱۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ په اړوند "اور افغاني" او "کده" کلیو کې د ترهګرو طالبانو پر پټنځایونو ګډ عملیات ترسره کړي، چې په پایله. . .
غزني کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ۶۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولایت د مرکز او ولسوالیو په کلیو کې د ترهګرۍ ضد ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د څو کلیدي غړو په ګډون ۴۱. . .
هرات کې ۲۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ترهګرو طالبانو تېر ماښام د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ برید کړی دی.
د ترهګرو طالبانو دا برید د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شوی او په ترڅ. . .
