۶ ولايتونو کې؛ د ۲۰ تنو نيولو ترڅنګ د نشه يي توکو کارخونه موندل شوې

د فراه امنيه قومندانۍ نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو د نشه يي توکو يوه کارخونه په بشپړ ډول سوځولي ده.
همداراز، پوليسو د نشه يي توکو پلور په تړاو اووه تنه له ډول ډول نشه يي توکو او ۳۵۱۲ نشه يي ګوليو سره په کابل، پنځه تنه په کندز، درې په سرپل، درې په کاپيسا او دوه تنه په نيمروز کې نيولي دي.