د کورنیو چارو وزارت د درې قلمه سون توکو د بولۍ د پراختیا ناسته د یاد وزارت په تدارکاتو ریاست کې ترسره شوه

د کورنیو چارو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د قطعاتو او جزتامونو د اړینو درې قمله سون توکو( ډبرو سکاره، ارچه لرګي او څېړۍ لرګي) د بولۍ د پراختیا ناسته نن له غرمې وړاندې په تدارکاتو ریاست کې ترسره شوه.
د بولۍ په دغه ناسته کې ۲۱ داوطلبو شرکتونو ونډه اخیستې وه، چې د تدارکاتو کمېټې له ارزونې وروسته به ګټونکی شرکت اعلان شي.