نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت له همکارو بنسټونو سره د همغږۍ غونډه وکړه
یاده ناسته د کورنیو چارو وزارت نشه يي توکو سره د مبارزې معين لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ له اتو همکارو بنسټونو سره، چې د نشه يي توکو د کنټرول په برخه کې کار کوي ترسره شوه.
ښاغلي همکار د ښه راغلاست تر څنګ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت سره له هغو بنسټونو مننه وکړه، چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې او کنټرول برخه کې له دوی سره ګډ کار کوي.
همداراز، غونډې ته راغلو استازو د خپلو دندو او امکاناتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.