نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت له همکارو بنسټونو سره د همغږۍ غونډه وکړه 

moi-af
Mon, Nov 13 2023 11:01 AM
gfdgdgdgd

یاده ناسته د کورنیو چارو وزارت نشه يي توکو سره د مبارزې معين لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ له اتو همکارو بنسټونو سره، چې د نشه يي توکو د کنټرول په برخه کې کار کوي ترسره شوه.
 ښاغلي همکار د ښه راغلاست تر څنګ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت سره له هغو بنسټونو مننه وکړه، چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې او کنټرول برخه کې له دوی سره ګډ کار کوي.
همداراز، غونډې ته راغلو  استازو د خپلو دندو او امکاناتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.