اوو ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو دوه کارخونې کشف او ۹ تنه نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۴:۵۷
zczczcz

نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په غور ولايت کې د نشه يې توکو يوه کارخونه سوځولې او په فارياب ولايت کې یې د یادو توکو یوه کارخونه له ۴۴۵۹ کیلو نشه یي توکو سره کشف او له منځه وړې ده.
په ورته وخت کې، پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو ۴ تنه په فراه، ۳ تنه په پروان او دوه تنه په سرپل او ارزګان ولایتونو کې نیولي دي.
دغه راز، د هلمند ولايت نشه يې توکو سره د مبارزې پوليسو په دغه ولايت کې ډېره کچه نشه يې توکي کشف او سوځولي دي.