خبرونه
کندهار کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی
د ملي پولیسو منسوبینو په کندهار ولایت کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د درېیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د کندهار ښار د دویمې. . .
کابل کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې،. . .
کابل کې د وسله والو غلو یوه ډله ونیول شوه
د کابل د دیارلسمې حوزې منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو حرفوي غلو څلور کسیزه ډله نیولې ده.
نیول شویو غلو د کوچنیو او لویو غلاو په څه باندې ۴۱ قضیو کې په ځانګړې توګه. . .
کندهار کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو
پنجشنبه ۲۵ مرغومی ۱۳۹۹
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندهار ښار په باغ پل سیمه کې یو لړ کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو کس د امفتامینو "ښيښه" د قاچاق په تړاو. . .
هرات کې یو کس د هدفي وژنو په تړاو ونیول شو
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په هرات ښار کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس چې د طالب ترهګرې ډلې غړیتوب یې درلود، د هدفي وژنو د سازماندهي په تړاو نیولی دی.
له دې کس. . .
کابل پولیسو ۲۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د دویمې درېیمې،. . .
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په جلال اباد ښار کې د داعش ترورېستي ډلې له یوې پېچلې سازماندهي شوې پېښې مخنیوی کړی
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د اومې حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش. . .
بلخ کې ۴۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۴۵ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وسله والو غلاو او. . .
غزني کې د سړک غاړې ماینونو د جوړولو یو پټنځای کشف شو
ملي پولیسو د غزني ښار د دویمې حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د تلوېزیون جوړونې د کار ځای تر نامه لاندې یوه هټۍ چې د سړک غاړې ماینونو په جوړولو. . .