پروان کې؛ پولیسو د ۳۰ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق مخنیوی وکړ

د پروان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د یاد ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د تالاشۍ په مهال ۴ تنه چې ۳۰ کیلو ګرامه چرس یې په یو کرولا موټر کې ځای په ځای کړي، نیولي دي.
یاد کسان له نیول شویو نشه یي توکو سره د نورو څېړنو په موخه اړوند ارګانونو ته وسپارل شول.