۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي
امنيتي ځواکونو د هیواد په شپږو ولایتونو کې د غلا، قاچاق، اخلاقي فساد، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جرمونو په تړاو ۳۶ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۰ تنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو د قاچاق په تړاو په هلمند، ۱۲ د جنایي جرمونو مجرمین په نیمروز، اوه تنه د غلا او اخلاقي فساد په تړاو په بلخ، دوه وسله وال غله په سرپل، څلور تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په نورستان او یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو د هرات ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.