۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي moi-af چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۱:۵۸ https://moi.gov.af/ps/%DB%B6-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%DB%90%D8%9B-%D9%BE%D9%88%D9%84%DB%8C%D8%B3%D9%88-%DB%B1%DB%B1-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D8%AF-%D8%A8%DB%90%D9%84%D8%A7%D8%A8%DB%90%D9%84%D9%88-%D8%AC%D8%B1%D9%85%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88-%D9%86%DB%8C%D9%88%D9%84%D9%8A-%D8%AF%D9%8A امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هلمند، هرات، لغمان، فاریاب، فراه او بلخ کې د غلاوو، وژنې، ترافیکي پېښې او ناقانونه وسلو ساتلو په تړاو ۱۱ تنه نیولي دي. له ډلې یې، پنځه تنه د غلا په تړاو په هلمند، دوه غله په هرات، یو تن د وژنې په تړاو په لغمان، یو غل په فراه، یو تن د ناقانونه وسلو ساتلو په تړاو په بلخ او یو تن د ترافیکي پېښې په تړاو په فاریاب کې نیول شوی دی.