خبرونه
د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د مرستیال والي او قومي مشرانو په منځګړتوب د دوو کورنیو د ۲۵ کالو دوښمني پای ته ورسېده
د لوګر د مرستيال والي مولوي محمدانور «دينپرور» او یو شمېر قومي مخورو په هلو ځلو د خوښۍ ولسوالۍ په کاریزونو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ۲۵ کالو دوښمني چې دواړو خواو ته په کې ۲ تنه. . .
پولیسو؛ د نشه يي توکو ۶ کارخونې سوځولي او ۲۸ تنه نیولي دي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو څلور کارخونې په فراه او دوه نورې په غور او نیمروز کې موندلي او په بشپړ ډول یې سوځولي دي.
همداراز، پولیسو په کاپیسا، بامیان، اورزګان، کندز. . .
۱۰ ولايتونو کې؛ پوليسو ۳۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي
پولیسو د هیواد په لسو ولایتونو کې د غلا، قمار، وهلو ټکولو، اخلاقي فساد او ناقانونه وسلو ساتلو په تړاو ۳۰ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، اته تنه د قمار او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په. . .
خوست کې د ځایي مسؤلینو په منځګړیتوب د دوو کورنیو د ۳۵ کلنې دوښمنۍ روغه وشوه
خوست کې د تڼيو ولسوالۍ نریزي کلي کې د دوه کورنیو د ۳۵ کلنې دوښمنۍ روغه د خوست امنیه قومندان حافظ عبدالرشید عمري او ځایي مسؤلینو په منځګړتوب وشوه چې د کلونو راهیسې ترې دواړو کورنیو یو بل. . .
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت اړوند د څرخي پله تخنیکي او اساسي کنډک د تخنیکي پرسونل په مرسته لسګونه نظامي وسایط (رینجر او هاموي) رغولي او د پولیسو ګټه اخېستو ته سپارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت اړوند د څرخي پله تخنیکي او اساسي کنډک د تخنیکي پرسونل په مرسته لسګونه نظامي وسایط (رینجر او هاموي) رغولي او د پولیسو ګټه اخېستو ته سپارل شوي. . .
د کورنیو چارو وزارت د عامه امن پولیسو په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د عاشورا ورځو او محرم میاشتې لپاره ځانګړي امنیتي تدابير نیولي دي.
دغه ځواکونه ټولو هیوادوالو او په تېره د کابل اوسېدونکو ته د ډاډمن امنیت ډاډ ورکوي او وعده کوي چې شپه او ورځ په ددوی خدمت کوي.
د عامه امن پولیس د امنیت ټينګښت او خپلو خلکو ساتنه خپل ویاړ. . .
کابل کې؛ پولیبسو ۴ تنه د زرګونه نشه یي ګولیو د قاچاق په تړاو نیولي دي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په یوولسمه حوزه کې په یو پلټونکي عملیات کې د ۶۷۳۸ نشه يي ګولیو د قاچاق مخنیوی کړی او څلور تنه یې په تړاو نیولي دي.
۳ ولایتونو کې؛ پولیسو یوه اندازه وسلې او مهمات موندلي او ضبط کړي دي
ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په لړ کې په ننګرهار، پکتیکا او بلخ کې یوه اندازه درنې او سپکې وسلې او مهمات نیولي او ضبط کړي دي.
خوست او هرات کې؛ پولیسو ۱۰ غلا شوي موټر سایکلونه موندلي او ۵ تنه یې په تړاو نیولي دي
د خوست امنیه قومندانۍ پولیسو خوست ښار کې په پرلپسې عملیاتو کې ۵ غلا شوي موټر سایکلونه پیدا کړي او درې تنه یې په تړاو نیولي دي.
همداراز د هرات امنیه قومندانۍ منسوبینو په یو پلټونکې. . .
