اتو ولایتونو کې پولیسو ۲۱ تنه د نشه‌يي توکو د پلور په تړاو ونیول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۰:۲۵
SDFGSD

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په لغمان، خوست، کندوز، پکتیا، بلخ، پروان، زابل او هرات ولایتونو کې د نشه‌یي توکو د پلور په تړاو ۲۱ تنه نیولي.او د دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
له نیول شوو کسانو ۲۶۰ کیلو ګرامه شیشه، درې کیلو ګرامه چرس، ۶۶ کیلو ګرامه ومان، ۸۹۳ دانې نشه‌یي ګولۍ او نور نشه‌يي توکي ترلاسه شوي دي.