بغلان کې د غلو یوه وسله واله اته کسیزه ډله ونیول شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۰:۲۵
ASDFA

د بغلان امنیې قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو اته تنه غله د غلا، لار وهلو او عامه نظم ګډوډولو په تړاو له ۶۰۰ زره افغانیو، یو عراده موټر، دوه تومانچو، یو میل چرییز ټوپک، څلور ګرځنده مبایلونو،څو ټلویزنونو او نورو غلا کړیو اجناسو سره د پلخمري ښار په مربوطاتو کې نیولي دي.

د یادولو ده چې، غلا شوې پیسې او جنسونه د اسنادو او شواهدو له کتلو وروسته بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي،چې د یادو توکو مالکان د امنیتي ځواکونو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو څخه خوښ دي او مننه یې کوي.