جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په هرات، بدخشان، پکتیکا، پنجشیر، هلمند او سرپل ولایتونو کې ۱۳ تنه د غلا، وژنې او قاچاق په تړاو نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۰:۲۵
asdfasf

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په هرات، بدخشان، پکتیکا، پنجشیر، هلمند او سرپل ولایتونو کې ۱۳ تنه د غلا، وژنې او قاچاق په تړاو نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.له منځه یې، څلور تنه د غلا او یو تن د وژنې په تړاو په هرات، درې تنه د غلا په تړاو په بدخشان، دوه تنه د لرګیو د قاچاق په تړاو په پکتیکا، یو تن د انساني قاچاق په تړاو په هلمند او دوه تنه نور د غلا په تړاو په پنجشیر او سرپل ولایتونو کې نیول شوي دي.