د هېواد له اوو ولایتونو لسګونه روږدي د درملنې په موخه راټول شول

د کورنیو چارو وزارت نشهیي توکو سره د مبارزې منسوبینو د هېواد په اوو ولایتونو کې ۱۴۹ روږدي چې په ډول ډول نشو روږدي وو راټول کړي او بستر لپاره یې د روږدو د درملنې مرکزونو ته پېژندلي دي.له منځه یې، ۴۸ تنه په کندوز، ۲۵ تنه په لغمان، ۲۰ تنه په فاریاب، ۲۶ تنه په بلخ، ۲۲ تنه په غزني او اته تنه نور په سرپل او پروان ولایتونو کې راټول شوي دي.