خبرونه
هرات کې دوه وسله وال غله تر نښتې وروسته ونیول شول
تېره ورځ امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې دوه وسله وال غله چې د پولیسو تر څار لاندې وو، نیولي دي.
یاد کسان هغه مهال نیول شوي چې د یوه هرات مېشتي موټر یې غلا کړی و.
د یادونې وړ ده چې یو. . .
د غزني ښار خواجه حکیم، سای ګنج او مغلان سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ښار په اړوند سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې خواجه حکیم، سای ګنج او مغلان کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک کړي دي.
په. . .
فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د تکتیکي زده کړو قوماندان او د طالبانو د سرې قطعې مسوول له ۷ ترهګرو سره ووژل شو
تېره ورځ د فاریاب ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو د تکتیکي زده کړو قوماندان او د یادې ډلې د سرې قطعې مسوول قاري حیات الله مشهور په اسامه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د. . .
پکتیا کې د دوو پاکستانیو جنګیالیو په شمول ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په عطایي کلا کلي او همدارنګه د ګردېز ښار د لارې پر مسیر یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د دوو پاکستانیو. . .
زابل کې د ترهګرو طالبانو مخکښ غړی قاري قاصد له شپږو نورو ترهګرو سره ووژل شو
زابل ولایت کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د پولیسو په ځوابیه برید کې د طالبانو مخکښ ډلمشر قاري قاصد له شپږو ترهګرو سره وژل شوی دی.
یادو ترهګرو غوښتل چې د زابل ولایت د لویې لارې. . .
کندوز کې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندوز ولایت د علياباد ولسوالۍ په حاجي سیدشاه کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳ ترهګر طالبان وژل شوي او د یوه ډلمشر په شمول یې. . .
د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر خیبر پاکستاني په ګډون ۶ طالبان وژل شوي او ۹ ټپیان دي
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په سبز سیمه کې د ترهګرو طالبانو تجمعات هدف ګرځولي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د یوه ډلمشر خیبر اکه مشهور په پاکستاني په شمول. . .
د بلخ کلدار ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوه
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي بسیج په ملاتړ د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه کړې ده.
په دې عملیاتو کې ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د یادونې. . .
هلمند کې ۲۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په درېیمې او اومې حوزو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳. . .