کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د روسیې هېواد له سفیر سره وکتل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۸
asdasd

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، الحاج شیخ عبدالرحمن منیر، د روسیې فدراتیف هېواد له سفیر دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، الحاج شیخ عبدالرحمن منیر د روسیې سفیر ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې نشه‌يي توکي یوه نړیواله ستونزه ده او د نړۍ له هېوادونو، په ځانګړي ډول د روسیې له فدراتیف هېواد څخه زموږ هیله دا ده چې د نشه یي توکو مخنیوي، بزګرانو ته د بدیل معیشت د برابرولو او نورو برخو کې له مونږ سره همکاري وکړي.
ورپسې، د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت اقدامات وستایل.
د کتنې په پای کې، دواړو لورو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه.