د هېواد په څو ولایتونو کې ۳۲ تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۸
asdfas

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د هېواد په کاپیسا، خوست، کندوز، پکتیا، هلمند، سمنګان، بلخ، بدخشان، فاریاب، پروان او پنجشیر ولایتونو کې ۳۲ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.
له نیول شوو کسانو ۱۴۹ لېټره الکولي څښاک، ۱۵۰ کیلوګرامه ومان، ۸۹۵ دانې نشه‌یي ګولۍ او یوه اندازه شیشه او چرس ترلاسه شوي دي.