خوست کې لسګونه پولیس افسران له مسلکي زدهکړو فارغ شول
د خوست امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت په چوکاټ کې د طارق ابن زیاد له روزنیز مرکز څخه لسګونه پولیس افسران له عقیدوي، امنیتي، کشفي او مسلکي زده کړو تر بشپړولو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او بریلیکونه ورکړل شول.
په مراسمو کې مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت پر اخلاص، د فرامینو پر تطبیق او د ولسونو خدمت ټینګار وکړ، همداراز د خوست امنیه قوماندان الحاج ملا عبدالله حماد د روزنیز بهیر د دوام ډاډ ورکړ او د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.