کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست نظامي مرستیال د خپلو رسمي سفرونو په لړ کې کندهار ولایت ته ورسېد

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۱۱
شسیبش

کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست نظامي مرستیال پاسوال مولوي شېر احمد روحاني د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کمیسارۍ د ودانۍ، د یادې ولسوالۍ د اور وژنې مدیریت پروژه، د کندهار عینو مینې د اور وژنې مدیریت، د عینو مینې د ترافیکو مدیریت، د کندهار ولایت ځانګړو ځواکونو سایه بان او د هوایي ډګر د سرحدي پولیسو سایه بان پروژو د کار له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په دغه لیدنه کې ښاغلي روحاني د یادو پروژو کار له نېږدې وکتلو او اړونده مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د ویلو وړ ده چې، د یادو پروژو ټول کارونه تقریبآ ۹۵ سلنه تکمیل شوي چې د یادو پروژو مجموعي لګښت نېږدې ۴۰ میلیونه افغانۍ دی چې د کورنیو چارو وزارت انکشافي بودیجې څخه به ورکړل شي.