ننګرهار کې د ترهګرو د توغندي له امله د یوې کورنۍ پینځه غړي شهیدان شول
تېره شپه ترهګرو د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ په سور کمر سیمه کې پر یوه ملکي کور توغندی توغولی، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پینځه غړي شهیدان شوي او دوه نور ژوبل دي.
کورنیو چارو وزارت دا پېښه په کلکو ټکو غندي او د عاملینو د نیولو په برخه کې به یې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي. ترهګرو وښوده چې دوی هېڅ ډول دیني ارزښتونو ته درناوی نه لري او د اختر په شپو ورځو کې هم زموږ هېوادوال د غم په ټغر کېنوي.