د محبسونو او توقیفخونو په تړاو د کورنیو چارو وزارت خبرتیا
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جلالتمآب جمهور رییس محمداشرف غني د ۱۰۶ ګڼې فرمان سره سم د ۱۳۹۸/۱۰/۱۷ هـ.ل کال راپدېخوا د هېواد د ټولو زندانونو د مدیریت چارې د زندانونو خپلواکې ادارې ته سپارل شوې او له یادې نېټې راهیسې د زندانونو هېڅ ډول چارې په کورنیو چارو وزارت پورې تړاو نهلري.
د زندانونو په اړه د هر ډول شکایت او وړاندیز د درلودو په صورت کې کولای شئ، د زندانونو له خپلواکې ادارې سره یې په مستقیم ډول شریک کړئ.
کورنیو چارو وزارت او پولیس د مجرمینو د نیولو دنده لري او په اړونده برخه کې به هېڅ ډول وظیفوي غفلت ته اجازه ورنه کړي. د مجرمینو برخلیک او په اړه یې وروستۍ پرېکړه د هېواد د عدلي او قضايي بنسټونو صلاحیت او مسوولیت دی.