د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي قومندانۍ خبرتیا

jamil-moi
7

د شهید سترپاسوال عبدالرازق اڅکزي د ملي پولیسو اکاډمۍ قومنداني د کورنیو چارو وزارت په سرحدي او ګمرک پوهنځیو کې د افسري کدرونو د اکمال په‌پار درې میاشتنی مسلکي کورس پرانیزي.
د حقوقو، شرعیاتو، کمپیوټر ساینس، سوداګري او اقتصاد پوهنځیو لېسانس سویه لېوال کولای شي، د نوملیکنې لپاره د دې خبرتیا د خپرېدو له پیله د روان کال د زمري (اسد) میاشتې تر لومړۍ نېټې د چهارشنبې ورځې تر مازدیګره د یادې پروسې د مقدماتي پړاوونو د بشپړولو په موخه خپل څلور قطعې عکسونه، د تابعیت تذکره او تحصیلي اسناد د پولیسو اکاډمۍ ته چې د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري، تسلیم کړي.

مطبوعاتي اعلامیې

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

Back to announcements