د سیګار د راپور په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

jamil-moi
7

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځانګړو ځواکونو په اړه د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار عمومي ادارې راپور چې د یادو ځواکونو لاسته راوړنو او ظرفیت ته په کې اشاره شوې، ستايي او تاییدوي.
څرنکه چې په دې راپور کې اشاره شوې، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په لړ کې د نشه يي توکو ضد ۸۷ مهم عملیات د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ترسره کړي او په ترڅ کې یې ۱۵۰ ټنه چرس، څه باندې ۳۳۰۰ کیلوګرامه تریاک، ۴۴۴ کیلوګرامه هیرویین، ۷۷ کیلوګرامه امفتامین او د نشه يي توکو ۷۰ لوی قاچاقبران نیول شوي دي؛ چې دا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دې ځواکونو د ورځ تر بلې ځواک زیاتوالی ښيي.
کورنیو چارو وزارت د "سیګار" د یاد راپور د تایید تر څنګ زیاتوي، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په تېره بیا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړي ځواکونه غوره ظرفیتونه او ځانګړنې لري او د نشه يي توکو پر وړاندې خپلواک عملیات چې په هېواد کې د ترهګرو ډلو مالي سرچینې شمېرل کېږي، ترسره کوي.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي قوماندانۍ خبرتیا

هغه کسان چې په ولایتونو کې یې د "فوق لېسانس" برنامې د ازموینې د شمولیت کارتونه په مرکز کې ترلاسه کړي، رسول کېږي چې ازموی

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۶:۷
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي د ماسترۍ پروګرام خبرتیا  

د کورنیو چارو وزارت ټولوهغو نارینه اوښځینه افسرانو ته خبر ورکول کېږي چې د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۹:۵۳
Background image

مطبوعاتي اعلامیه

د مخکېنۍ اعلامیې په تعقیب سره د "یو کلي" موټرو متصرفینو ته خبر ورکول کېږي، چې له دې وروسته د یو کلي او هغه موټرو ګرځونه

Back to announcements