مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi
t

دامنيتي تړون له پیل راهيسې امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې د جرم او جنايت پرضد مبارزه کې د مخدرو موادو قاچاق کونکو ته سخت ګزار ورکړی دی.
د کورنيو چارو د وزارت د مخدرو موادو پرضد د مبارزې معينيت او د کابل امنيې قومندانی په يو لړ ګډو عملياتو کې د مخدرو موادو ۱۰ قاچاق کونکي او د دوه پوليسانو په ګډون د هغوی يو شمير ملګري نيولي دي .

امنيتي ځواکونو په دې عملياتو کې ۲۲ کيلوګرامه مخدر مواد، ۲۴۳۶۸۵ يورو، ۵۴۷۳۵ ډالر، ۵۳۱۵۲۰ افغانی، ۷۲۸۳۵۰ کلدارې، ۲۴۰۰ انګليسي پونډ، ۱۰۰۰ کوريايې ون، او ۵۲۰ ترکي ليره هم ترلاسه کړي دي.
دغه راز له نيول شويو قاچاق کونکو څخه ۱۵۰ جلده پيژندپاڼې هم د امنيتي ځواکونو لاسو ته ورغلي دي.

د امنيتي تړون په پيل سره د تروريستاتو جنايتکاراتو، او مجرمينو پر ضد د امنيتي ځواکونو مبارزه په بې ساري ډول ګړندۍ او پراخه شوې ده او د کابل ښار د شريفو خلکو په همکاری د ترور، جرم او جنايت عاملان وارخطا او د ځپل کیدو په حال کې دي.

د امنيتي تړون په لومړی اونۍ کې د عامو خلکو په همکارۍ او له امنيتي ځواکونو سره د همکارو مخفي وطندوسته شبکو د دقیقو اطلاعاتو پر بنسټ شاوخوا ۲۰۰ مجرمين پيژندل شوي چې د پام وړشمير يې نيول شوي دي.
د تروريزم، جرم، او جنايت پر ضد مبارزه دوام لري.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۲۱:۱۹
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي قومندانۍ خبرتیا

هغو کسانو ته چې د ګمرکاتو په پوهنځۍ کې یې د افسرۍ په درې میاشتني کورس کې د شمولیت کارت اخیستی، خبر ورکول کېږي ، څو په از

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۳:۳۴
Background image

مطبوعاتي اعلامیه

دامنيتي تړون له پیل راهيسې امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې د جرم او جنايت پرضد مبارزه کې د مخدرو موادو قاچاق کونکو ته سخت

دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۹:۳۱
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي قومندانۍ خبرتیا

د شهید سترپاسوال عبدالرازق اڅکزي د ملي پولیسو اکاډمۍ قومنداني د کورنیو چارو وزارت په سرحدي او ګمرک پوهنځیو کې د افسري کد

Back to announcements