مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi
t

دامنيتي تړون له پیل راهيسې امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې د جرم او جنايت پرضد مبارزه کې د مخدرو موادو قاچاق کونکو ته سخت ګزار ورکړی دی.
د کورنيو چارو د وزارت د مخدرو موادو پرضد د مبارزې معينيت او د کابل امنيې قومندانی په يو لړ ګډو عملياتو کې د مخدرو موادو ۱۰ قاچاق کونکي او د دوه پوليسانو په ګډون د هغوی يو شمير ملګري نيولي دي .

امنيتي ځواکونو په دې عملياتو کې ۲۲ کيلوګرامه مخدر مواد، ۲۴۳۶۸۵ يورو، ۵۴۷۳۵ ډالر، ۵۳۱۵۲۰ افغانی، ۷۲۸۳۵۰ کلدارې، ۲۴۰۰ انګليسي پونډ، ۱۰۰۰ کوريايې ون، او ۵۲۰ ترکي ليره هم ترلاسه کړي دي.
دغه راز له نيول شويو قاچاق کونکو څخه ۱۵۰ جلده پيژندپاڼې هم د امنيتي ځواکونو لاسو ته ورغلي دي.

د امنيتي تړون په پيل سره د تروريستاتو جنايتکاراتو، او مجرمينو پر ضد د امنيتي ځواکونو مبارزه په بې ساري ډول ګړندۍ او پراخه شوې ده او د کابل ښار د شريفو خلکو په همکاری د ترور، جرم او جنايت عاملان وارخطا او د ځپل کیدو په حال کې دي.

د امنيتي تړون په لومړی اونۍ کې د عامو خلکو په همکارۍ او له امنيتي ځواکونو سره د همکارو مخفي وطندوسته شبکو د دقیقو اطلاعاتو پر بنسټ شاوخوا ۲۰۰ مجرمين پيژندل شوي چې د پام وړشمير يې نيول شوي دي.
د تروريزم، جرم، او جنايت پر ضد مبارزه دوام لري.

Latest announcements

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Sun, Jan 27 2019 2:31 PM
Background image

To All Afghan National Police Forces

Based on article 153 of Afghanistan Constitution and article 415 of Criminal Code, Armed forces and Police are not allow

Back to announcements