د پاسپورت ریاست خبرتیا

moi-af
zvc

د مالوماتو له مخې یو شمیر کسان د آنلاین فورم تر نامه لاندې زمونږ له هیوادوالو زیاتې پیسې اخلي. تاسو درنو هیوادوالو ته څرګنده ده چې د پاسپورت د آنلاین فورمې اخیستو لپاره دوه سوه افغانۍ تعین شوي، هیڅوک حق نلري چې د آنلاین فورمې ډکولو تر نامه لاندې، ډیرې پیسې واخلي او له تاسو درنو هیوادوالو هم هیله کیږي چې له دوه سوو زیاتې پیسې ورنکړئ. یو شمیر فریب کاره خلک پاسپورت غوښتونکو ته وایي چې که ډیرې پیسې راکړئ نو پاسپورت به مو ژر خلاص شي، چې دا خبرې حقیقت نه لري او خلک باید د فریب کارانو په داسې وینا ونه غولیږي. آنلاین فورمې ډکول، له تقلب نه لرې او شفافه پروسه ده چې په هغه کې د پاسپورت ریاست د ویب سایت له کارکوونکو نه بغیر د بل هیڅ ادارې اړؤند کسان فورمو او نورو د اړتیا وړ اسنادو ته لاسرسی نلري. د پاسپورت ریاست په آنلاین ډول هره ورځ د دوه زره جلده پاسپورتونو د اجرا کولو تر څنګ دری زره هغه ولایتي پاسپورتونه چې کارونه یې بشپړ شوي او مرکزي ادارې ته رالیږل شوي هم اجرا کوي.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۳:۴۲
Background image

په معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه د بندیز په اړه د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

په معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه د بندیز په اړه د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۱۵:۳۵
Background image

د پولیسو د اکاډمۍ د عمومي قوماندانۍ خبرتیا

دمرکز او ولایتونوټولو هغه نوماندانو ته چي پولیسو اکاډمۍ د لیسانس(کمیساری) برنامه کې یي د شاملیدو په موخه د کانکور آزموینه کې د ګډون لپاره نوم لیکنه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۱۵:۳۵
Background image

د ترافیکو پولیسو د عمومي ریاست خبرتیا

ټولو موټرو چلوونکي مکلف دي چې پر واټونو کي د تګ پر مهال لاندې مراتب به جدي توګه مراعات کړي. 

Back to announcements