خبرتیا

moi-af
adfasdf
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي او حقوقي اشخاصو ته چې بېلابېل سوداګريز توکي او اجناس یې د تېرو څو کلونو په موده کې د بېلابېلو عواملو له وجې د هېواد په ګمرکونو کې پاتې دي، خبر ورکول کېږي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت تر رهبرۍ لاندې له اړونده ګمرکونو سره په همغږۍ د وسایطو او اجناسو د تسليمۍ کمیسیون اړونده توکي خپلو اصلي مالکانو ته سپاري. په دې توګه د یادو مالونو د اصلي مالکانو څخه غوښتنه کېږي چې د خپلو مالونو د ترلاسه کولو لپاره دې په لاندې شرایطو او ادرس ژر تر ژره مراجعه وکړي. ۱ - د توکو د مالکیت اسناد ۲- د سوداګرۍ جواز او یا نور اړوند اسناد ۳- بل هر ډول اسناد چې مالکیت ثابتوي پته: د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ملکي معاونيت دفتر د اړیکې شمېره ۰۷۹۰۰۶۰۴۱۶ برېښناليک: atalafghanzabli@gmail.com

مطبوعاتي اعلامیې

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ د ماسټري برنامې خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت د مرکزي ادارو او قطعاتو ټولو منسوبینو ته چې، غواړي د ماسټري برنامې د جزاء حقوقو او جرم پیژندنې، ادارې او عامه پالیسۍ په څانګو ک

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي او ح

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د ملګرو ملتونو د نشه يې توکو او جرمونو د دفتر د وروستيو څرګندونو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت خبرتيا 

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د يوې سروې له مخې په خپل نوي راپور کې ویلي؛ چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۳

Back to announcements