Pastنور دلته
انټرپول پولیسو یو فراري قاتل استرداد کړ
یو فراري قاتل چې څه موده دمخه یې په تخار ولایت کې یو کس لومړی وژلی او بیا ایران ته تښتېدلی و؛ د دواړو هېوادونو تر منځ د مجرمینو د نیولو د همکارۍ د شوي هوکړه لیک له مخې د ایران پولیسو. . .
کابل کې یو فراري قاتل ونیول شو
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د ۱۲مې امنیتي حوزې منسوبینو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې یو فراري قاتل نیولی دی.
یاد کس څه وخت دمخه د اتمې ناحیې یو مېشتې وژلی و او بیا له سیمې. . .
پروان کې درې تنه د قتل په تړاو ونیول شول
د پروان ولایت پولیسو درې تنه د وژنې په تړاو نیولي.
یادو کسانو څه موده دمخه د پروان ولایت د مرکز یو اوسېدونکی وژلی و.
د دې کسانو قضیه د پولیسو تر ارزونو او پلټنو لاندې ده.
کابل کې د چپاولګرانو یو ډلمشر ونیول شو
تېره ورځ د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د چپاولګرانو یو ډلمشر نیولی دی.
یاد کس د کابل ښار د درېیمې، شپږمې، دیارلسمې او اتلسمې امنیتي حوزو په اړوند. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر له جنایي جرمونو سره پر جدي مبارزې ټینګار وکړ
نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي کابل ښار کې له جنایي جرمونو سره د چټکې مبارزې په موخه پنځمې امنیتي حوزې ته تللی او هلته یې له جنایي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د یادې. . .
د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د پولیسو او خلکو تر منځ مشورتي غونډه جوړه شوه
نن د کورنیو چارو وزارت ولسي پولیسو له خلکو سره د مشورتي ناستو په لړ کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې له یو شمېر مشرانو، ګذر وکیلانو، د جوماتونو ملا امامانو او ځوانانو سره وکتل.
د دې. . .
کابل کې دوه تنه د سړک غاړې غلاوو او د غیرقانوني وسلو او موټر د ګرځونې په تړاو ونیول شول
نن سهار د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په بګرامي ولسوالۍ کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د سړک غاړې غلاوو او د غیرقانوني وسلو او موټر د لېږد او ګرځونې په تړاو نیولي دي.
. . .
تخار کې دوه تنه د وژنې په تړاو ونیول شول
د تخار ولایت پولیسو دوه تنه د یوه ځوان د وژنې په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو تېره ورځ د تالقانو ښار په چشمه شېر سیمه کې یو کس د کلاشینکوف په ډزو وژلی او بیا له سیمې تښتېدلي، چې د پولیسو د. . .
کابل کې یو کس د یوه صراف د وژنې په تړاو ونیول شو
کابل کې پولیسو هغه کس نیولی چې دوه کاله دمخه یې یو صراف وژلی و.
یاد کس سیرت نومېږي او له مودو راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و؛ چې تېره ورځ پولیسو د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې په اړوند. . .