کابل کې دوه تنه د سړک غاړې غلاوو او د غیرقانوني وسلو او موټر د ګرځونې په تړاو ونیول شول

نن سهار د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په بګرامي ولسوالۍ کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د سړک غاړې غلاوو او د غیرقانوني وسلو او موټر د لېږد او ګرځونې په تړاو نیولي دي.
د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې په اړوند سید جمال الدین ښارګوټي کې یو کس له یو میل کلاشینکوف او یو عراده بې اسناده موټر سره نیول شوی دی.
همداراز پولیسو د بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کس د سړک غاړې غلاوو په تړاو نیولی دی.
د یادو کسانو دوسیې د لا زیاتو څېړنو په موخه اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.