د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د پولیسو او خلکو   تر منځ مشورتي غونډه جوړه شوه

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۹:۳۴
01

نن د کورنیو چارو وزارت ولسي پولیسو له خلکو سره د مشورتي ناستو په لړ کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې له  یو شمېر مشرانو، ګذر وکیلانو، د جوماتونو ملا امامانو او ځوانانو سره وکتل.

د دې شوراګانو موخه د امنیت ساتنې او همداراز د جنايي جرمونو د کموالي په برخه کې له پولیسو سره د خلکو مستقیمه همکاري ده.

پولیسو د کابل ښار د پنځمې ناحیې له پرتو مېشتو وغوښتل، چې د امنیت د ټینګښت او له جنایي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې له خپلو پولیسو سره همکاري وکړي.

همداراز د یادې ناحیې خلکو او مشرانو د دا ډول مشورتي ناستو له جوړولو ستاینه وکړه او له پولیسو سره یې د خپلو همکاریو د نه سپمولو ژمنه وکړه.