کابل کې یو کس د یوه صراف د وژنې په تړاو ونیول شو

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
5

کابل کې پولیسو هغه کس نیولی چې دوه کاله دمخه یې یو صراف وژلی و.
یاد کس سیرت نومېږي او له مودو راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و؛ چې تېره ورځ پولیسو د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې نیولی دی.
سیرت نومي د ۱۷ حوزې په اړوند پرته سیمه کې د خلکو د ۲۰ زره افغانیو په چپاول او د قیمتي مالونو په غلا کې لاس درلود.