Pastنور دلته
ننګرهار کې یو کس د چرسو د یوې محمولې په تړاو ونیول شو
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوګیانو ولسوالۍ په پیره خېل کلي کې يو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د چرسو ۲۰ بوجې او ۱۵ بستې کشف او په تړاو یې یو. . .
کابل او کندهار هوايي ډګرونو کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پولیسو دوه تنه چې یو شمېر نشه يي توکي یې په سفري بکسونه کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر ته یې قاچاق کړي؛ نیولي دي.
همداراز د. . .
خوست کې درې تنه د وژنې او غلا په تړاو ونیول شول
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز خوست ښار په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د وژنې او غلا په تړاو نیولي دي.
له دې منځه. . .
هلمند کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په سپین مسجد، ګوبند او دسیمیټي سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي. . .
ننګرهار کې یو شمېر وسلې او نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې له ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په. . .
کابل کې درې تنه د تابلېت "کا" د قاچاق په تړاو ونیول شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د ۱۲ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو ۳۶۹۰ قرصه تابلېت "کا" په یو عراده موټر. . .
کابل کې د سازمان شویو جرمي شبکې یو مشر ونیول شو
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د سازمان شویو جرمي شبکې یو مشر سرحد مشهور په "سرحد هودخېل" له. . .
نیمروز کې د نشه يي توکو څلور قاچاقبران ونیول شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو نیمروز ولایت کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو څلور قاچاقبران نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۲۸۰ کیلو ګرامه تریاک، ۱۸۷ کیلو ګرامه خاشخاش،. . .
بلخ کې څلور وسله وال غله ونیول شول
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مزارشریف ښار په اړوند سیمو کې څلور وسله وال حرفوي غله د بېلابېلو قضیو په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، زورواکۍ او د عامه او نظم د اخلال په تړاو نیولي. . .